د هلمندولایت محاکمو په درېیو میاشتو کې د (۱۰۶۵) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۲۱۶) وثیقې هم اجراکړې

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۴:۲۹
د هلمندولایت محاکمو په درېیو میاشتو کې د (۱۰۶۵) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۲۱۶) وثیقې هم اجراکړې

په دغه راپورکې له ۱۹ /۱۲ /۱۴۴۴څخه تر۴ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق د هلمند ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکموحقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي:

په حقوقي برخه کې:

په تېره یوه ربعه (درېیو میاشتو) کې د هلمند ولایت محاکمو ته ( ۹۰۶) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمیر دوسیې موجودې او تر دوران  لاندې وې.

له دې جملې څخه ( ۲۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۸۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۵۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې ترکار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېره یوه ربعه (درېیو میاشتو) کې د هلمند ولایت محاکمو ته (۵۰۷) جزائي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یوشمیردوسیې موجودې اوتر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۴۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (۱۵۴) دوسیو په  اړه قضائي قرارونه صادر شوي (۳۰۱ ) دوسیې فیصله شوې اوپاتې دوسیې ترکار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۱۲۱۶) بېلابېل وثایق هم اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی