د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه قوماندانۍ د امنيت او جنايي مدیرانو، د استخباراتو او احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت ریاستونو استازو او د لومړۍ او دويمو حوزو آمرینو په ګډون، په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د قرآ نکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د ادارو ترمنځ د همغږۍ، د مجرمینو اړوند قضیو د څېړلو، د پېښو پر مهال تفاهم، له يو زندان څخه د بل ولایت زندان ته د متهمینو انتقال، مرکزي تميز ته د بندیایو دوسیو د لېږد او اړوند نور موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډو په دوام د متحدالمآلونو او هدایاتو په رڼا کې یادو موضوعاتو ته د عاجلې رسېدنې په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې په وروستيو کې د امنيتي مسؤولينو له خوا یادو موضوعاتو ته د عاجلې رسېدنې او پوره همکارۍ په اړه ډاډ څرګند شو.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان رئيس له خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی