د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۳۶۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱۶/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۶۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په جزائي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۸۱۵) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۷۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۷۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۷۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۲۴۹) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۲۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۱) دوسیې فیصله شوې، (۸۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۲۹۹) تجارتي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۴۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۶) دوسیې فیصله شوې، (۵۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
