د کابل ولایت مرافعه، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۲۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۹) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۷۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۴۷) دوسیې فیصله شوې او (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
