د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز شمېره یې (D-37126) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز  په پنځمه ناحیه کې موقعیت لري؛ د نهه سوه اوه ویشت زره (۹۲۷۰۰۰) افغانيو په قیمت سره د  سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د (۷) قلمه صحافي موادو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري؛ د تدارکاتو د اصولو له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements