د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

m_admin
Tue, Jan 27 2026 10:55 AM
د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دويمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه سرته رسولي دي:

1-    په دویمه ربعه کې د قضائي تفتيش عمومي رياست، د قضائي مفتشینو له لوري د روزګان، جوزجان، سرپل، کندوز، نیمروز، تخار، بلخ، ننګرهار او دایکنډي ولایتونو د محاکمو کړنې څېړل شوې او راپورونه یې د راتلونکو هدایتونو په موخه د سترې محکمې عالي مقام ته لېږل شوي دي.
2-    د قضائي تفتيش عمومي رياست، له اساسي دندو څخه، د سترې محکمې د عالي شورا د مصوباتو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو دوامداره نظارت دی، چې د مفتشینو له لوري د دویمې ربعې په جریان کې یاد نظارت ترسره شوی دی.
3-    په دویمه ربعه کې د قضائي تفتيش عمومي رياست، د قضائي مفتشینو لخوا ربعه‌وار او کلني راپورونه، چې د ولایتونو له محاکمو څخه راټول شوي وو، د عادي څېړنو پر مهال څېړل شوي، توپيرونه او علتونه يې تشخیص او اړوندو مسؤولینو ته يې په اړه لازمې لارښوونې شوې دي.
4-    په دویمه ربعه کې د قضائي تفتيش عمومي رياست، د قضائي مفتشینو له لوري د عادي او اقتضائي کړنو پر مهال د هغو قضائي او اداري مسؤولینو په اړه، چې زیات تخلفات یې درلودل، راپورونه ترتیب او د راتلونکو هدایتونو لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته لېږل شوي دي.
5-    په دویمه ربعه کې د قضائي تفتيش عمومي رياست، قضائي مفتشینو له خوا د محاکمو د عادي څېړنو پر مهال یو شمېر قضائي، اداري او خدماتي مسؤولینو ته لارښوونې شوې، تر څو پر اسلامي امارت او محاکمو د خلکو باور لا زیات شي او مسؤولینو ته جدي او لازم هدایتونه شوي، چې د خلکو شکایتونو ته د اصولو سره سم او پر وخت رسېدنه وکړي.
6-    په دویمه ربعه کې د قضائي تفتيش عمومي رياست، ټولې (۱۸۱) اقتضایي عريضې ثبت کړې، چې له دې جملې (۱۴۰) عريضې څېړل شوې او (۴۱) نورې تر کار لاندې دي.
7-    په دویمه ربعه کې د قضائي تفتيش عمومي رياست له خوا د ولایتونو د محاکمو او محبسونو د عادي اجراآتو د څېړنې پر مهال د کندوز، تخار، غزني، جوزجان، سرپل او نیمروز ولایتونو محبسونه کتل شوي؛ د محبوسینو شکایتونه ثبت او ستونزې یې د وضاحت او حل په موخه له مرافعه محاکمو، ښاري محاکمو او نورو اړوندو مراجعو سره شریکې شوې دي.

Latest news

Sun, May 10 2026 3:39 PM
Background image

Brief Report on the Activities of the General Directorate of Personnel Affairs of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

During the third quarter of the year 1447 AH, the General Directorate of Personnel Affairs of the Supreme Court carried out the following major activities:
1. For the purpose of. . .

Sun, May 10 2026 3:09 PM
Background image

Brief Report on the Activities of the Directorate of Security and Executive Affairs of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

During the third quarter of the year 1447 AH, the Directorate of Security and Executive Affairs of the Supreme Court carried out the following major activities:
1. During this quarter,. . .

Thu, May 07 2026 12:54 PM
Background image

Brief Report on the Activities of the General Directorate of Audit and Studies of the Supreme Court for the Third Quarter of 1447 AH

During the third quarter of the year 1447 AH, the General Directorate of Audit and Studies of the Supreme Court carried out the following major activities:
1. During this quarter,. . .

BACK TO NEWS