د کابل ولايت کلکان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل (۱۶) کلنه موضوع حل او فصل شوه
د کابل ولايت کلکان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۲ /۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې شاوخوا (۱۶) کاله مخکې د قره باغ ولسوالۍ اړوند په «ظالم خېلو» کلي کې د خپل منځي شخړې له امله رامنځته شوې وه؛ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د مسؤولينو لخوا دواړه لوري سولې ته وهڅول شول او دوی هم قبوله کړه.
په پای کې یاده موضوع د يوې غونډې په ترڅ کې چې علماوو او قومي مشرانو هم په کې ګډون درلود حل شوه؛ د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه او دغه موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
