د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
Thu, Oct 30 2025 11:16 AM
د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتداٸيه او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې) پورې (۶۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۷۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۸۵) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۱۵) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷۴) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۷۸) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

Latest news

Tue, Dec 02 2025 12:04 PM
Background image

In Khost Province, the divine order of Qisas (retaliation) was carried out on a murderer

‎بسم الله الرحمن الرحیم
‎الحمد لله و کفی والصلاة والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد:

قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

Tue, Nov 25 2025 3:33 PM
Background image

Under the directive of the Honorable Chief Justice and head of the supreme court, 7,521 prisoners were released or granted sentence reductions.

Based on the instructions of the High Authority of the Supreme Court of the Islamic Emirate of Afghanistan, and following inspections and monitoring carried out by an assigned. . .

Wed, May 14 2025 3:57 PM
Background image

The Honorable Chief Justice and the Head of the Supreme Court held a meeting with the officials of the Kabul Urban Primary Court

Today, Wednesday (16th Dhul-Qa’dah 1446 AH), the Honorable Sheikh Abdul Hakim “Haqqani”, Chief Justice and Head of the Supreme Court of the Islamic Emirate of Afghanistan, held a. . .

BACK TO NEWS