د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو  له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال لپاره  د سمیر رسول لمیتد شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۳۳۴۵-۰۱۰۱) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، د (۱۰۸۳۰۰۰) یو میلیون او دري اتیا زره افغانۍ په قېمت سره د (۹) قلمه صحافي موادو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو د اصولو له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو  او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements