د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۱۸۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر (۱/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۱۸۶) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۷۷) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۶۴) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۱۰۹) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۵۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۵۳) دوسیې فیصله شوې دي.