د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د دغه مقام د برقي سیستم د پیاوړتیا لپاره د (۱۴) قلمه برقي وسایلو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۴/۶/۱۴۰۳ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د آسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۴۰۰۰۰) افغانۍ ده؛ د آفرونو پرانیسته په ۴/۶/۱۴۰۳ هـ ش نېټه مخکې له غرمې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
نوټ: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته ۲۷/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.
