د سترې محکمې د حقوقو عمومي رياست يوه پلاوي بغلان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ
په ۱/ ۷/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د سترې محکمې د محترم مقام په حکم او د حقوقو د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په هدایت یو درې کسیز پلاوي د ځینو موضوعاتو د څیړنې او د اړوندو ادارو د نظارت په موخه بغلان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ.
ياد پلاوي په دې سفر کې د مرافعه او ښاري محاکمو د رئیسانو او د حقوقو له آمرینو سره لیدنه وکړه، په ليدنو کې پر ځینو ځانګړو موضوعاتو په بحث سربېره يې د کارونو د لا ښه سمون په موخه اړوند مسؤولینو ته لازم هدایت وکړل.
ياد سفر د ښو او مثبتو پایلو په لاسته راوړلو سره پای ته ورسېد.