د سترې محکمې د حقوقو عمومي رياست يوه پلاوي بغلان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۴۰
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رياست يوه پلاوي بغلان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ

په ۱/ ۷/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د سترې محکمې د محترم مقام په حکم او د حقوقو د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په هدایت یو درې کسیز پلاوي د ځینو موضوعاتو د څیړنې او د اړوندو ادارو د نظارت په موخه بغلان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ.
 ياد پلاوي په دې سفر کې د مرافعه او ښاري محاکمو د رئیسانو او د حقوقو له آمرینو سره لیدنه وکړه، په ليدنو کې پر ځینو ځانګړو موضوعاتو په بحث سربېره يې د کارونو د لا ښه سمون په موخه  اړوند مسؤولینو ته لازم هدایت وکړل.
ياد سفر د ښو او مثبتو پایلو په لاسته راوړلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی