د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا


د تدارکاتو قانون د ٤٣مې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د هدایت احسان  لوژستیکي خدمتونو له شرکت سره چې د جواز شمېره یې (D-57296) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت په مرکز مرحوم حاجي ملک نورمحمد مارکیټ کې موقعیت لري، د (۱۵۳۳۷۷۸۲) پنځه لس میلیون، درې سوه اووه دېرش زره او اووه سوه دوه اتیا افغانۍ په قېمت د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست لپاره د (۲) قلمه توشکو او بالښتونو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د ٥٠مې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مراحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements