د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د عزت الله لوی کندهار تجارتي٬ ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت  سره چې د جواز شمېره یې (۲۱۷۷۶) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت په مرکز کمپنۍ سیمه کې موقعیت لري، د (۳۸۲۱۲۵۷) درې میلیون، آته سوه یویشت زره،  دوه سوه اوه پنځوس افغانۍ په قېمت د قضائیه قوې د محاکمو د ساتنې اجرائیوي او امنیتي ریاست لپاره د (۱۴) قلمه تنظیفاتي موادو د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مراحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

 

                                                                   

 

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements