د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

 

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات په شرایطو برابرو  ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1402  هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د دوه قلمه تېلو(85000) لیتره A92 پطرولو او (15000) لېتره  01/L62  ډیزلو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټي څخه  د 13/2/1402 هـ ش نېټې تر10:30  بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ.

یادونه: تر یادې نېټي وروسته او د انټرنت له لارې رارسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین ( په بانکي  ډول (178000) یوسل او آته اویازره افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته په 13/2/1402 هـ ش نېټه له غرمې مخکې په 10:30 بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.

نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه ترمخ ناسته په 30/1/1402 هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

 

 

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements