د کابل ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۳:۳۲
د کابل ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو رئیسانو په ګډون په ۲۳/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یادې محکمې مقام په دفتر کې اداري غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د نوي فرمان چې د مرافعه او ابتدائیه محاکمو اجراآتو په اړه په کې نوي هدایات شوي وو؛ د تطبیق په موخه بحث او خبرې وشوې.

د غونډې په دوام یاد پنځه ماده لرونکی فرمان تشرېح شو او مرافعه محکمې رئيس لخوا ځینې موارد په نښه شول، تر څو يې د تطبيق د لارو چارو په اړه د سترې محکمې له عالي مقام څخه لارښوونه ترلاسه کړي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو ته د مرافعه محکمې رئيس حقوقي دوسیو کې د مرافعه او تمیز غوښتنې موانع په ګوته کړل او وویل، کله چې یاد موانع موجود وي، نو دوسیه مرافعه یا هم تمیز ته د لېږلو مخکې په دوسیه کې د موجوده ستونزو او موانعو په اړه دې مرافعه محکمې ته تفصيلي راپور ورکړل شي.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس لخوا د دېوانونو رئیسانو ته هدايت وشو، چې د ماتحت کارکوونکو حاضرۍ ته دې جدي پاملرنه وکړي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

بیا په خبرونو کی