د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۲:۴
د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

 د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محررینو، تحریراتو آمر او د امنیتي قطعې د مسؤولينو په ګډون په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي محمدي د غونډې اجنډا بیان کړه او د ځينو موضوعاتو چې له ابتدائیه محکمې څخه راغلي وو، په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
د غونډې په دوام له ابتدائیه محکمې څخه راغلو موضوعاتو ته حل‌لارې پيدا او اړونده محکمې ته واستول شوې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس لخوا د جنوب لوېدیځ زون څخه د راغليو موضوعاتو د تطبیق په اړه لازم هدایات ورکړل شول او راتلونکې اداري غونډې لپاره ځينې موضوعات علماء کرامو ته ورکړل شول، چې ځوابونه يې په تحريري بڼه راوړي.
یاده غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د هرات ولایت حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۵۶۳۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولايت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې له (۱ /۳/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/  ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۳۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۳۰
Background image

د زابل ولایت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مفتي موسی کليم (برهاني)؛ د جزا دېوان مفتي محمد سليم (صهيب) په ملتيا، په ۲۷/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دغه ولايت له عمومي زندان څخه نظارت او ليدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت اړوند له ټولو محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې له ۴ مې تر ۹ مې نېټې، د یاد ولايت د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو،. . .

بیا په خبرونو کی