د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې  (۲۶۶۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۶۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۱:۴۰
د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې  (۲۶۶۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۶۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او د وثايقو آمريتونو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ / ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۶۶۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۶۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۱۳۰۱) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د حقوقي دوسیو په برخه کې: 
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۵۹۴) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د تجارتي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۷۶۸) تجارتي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د وثیقو په برخه کې:
د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت آمریتونو او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (۲۸۶۱) بېلابېلې وثیقې اجرا‌‌ کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د پکتيکا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ د يوه ګډ پلاوي په ملتيا په ۲۵/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

به تلاش مسؤولين محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت کابل دو قضيۀ قتل حل و فصل گرديد

به تلاش محترم مولوی عبدالبصیر (مصعب) رئيس عمومی زون اول محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت کابل؛ مولوی عبدالسلام (حنفي) رئیس دیوان جزا، مفتی محمد بشیر (مظهری) قاضی جزء ب دیوان جزا، موی سفيدان،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۶۸) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۱۶۸) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

بیا په خبرونو کی