د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۲۶۶۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۶۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او د وثايقو آمريتونو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ / ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۲۶۶۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۶۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۱۳۰۱) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د حقوقي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۵۹۴) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د تجارتي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې (۷۶۸) تجارتي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د وثیقو په برخه کې:
د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت آمریتونو او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (۲۸۶۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.