د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د شپږو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۳:۴۶
د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د شپږو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني)؛ د تحریراتو د آمر مولوي عبدالحنان په ملتيا، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۳مې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د ياد ولايت د دايميرداد، جغتو، سيدآباد، جلرېز، نرخ او چک ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو ټولو مسؤولينو ته اړينې سپارښتنې وکړې وويل، حاضرۍ ته پابند اوسئ، له مراجعينو سره غوره چلند کوئ، کارونه پر وخت ترسره کوئ، تر څو دوسيې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي او جزائي دوسيو ته په اجراآتو کې لومړيتوب ورکړئ.
د يادونې وړ ده چې په دې ليدنه کې د يادو ټولو محاکمو د قضائي، حقوقي او اداري برخو له اجراآتو څخه هم څارنه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ د محاکمو د اداري چارو د لا بهبود په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ، د سترې محکمې د مرکزي اداري ریاستونو د ټولو رئیسانو په ګډون، نن دوشنبه (۲۶/۱۰/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د محاکمو د اداري چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په ميدان وردګ ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور؛ نن دوشنبې (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹. . .

بیا په خبرونو کی