د سترې محکمې قضائي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۳۷
د سترې محکمې قضائي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) او د قضائي معاونيت مستشار محترم مفتي احمد سعید په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۲مه نېټه میدان وردګ ولایت ته د محاکمو د چارو او اجراآتو د کتنې او ارزونې په موخه سفر وکړ.
یاد هيئت ميدان وردګ ولايت ته د سفر پر مهال لومړی د دغه ولایت له محترم والي، امنيه قوماندان، استخباراتو، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو، علماوو شورا، عدلیې رئیسانو او تحقیقات جنائي او د زندان له استازو سره غونډه وکړه.
یاده غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې قضائي مرستيال محترم شيخ محمد قاسم (راسخ) صاحب وینا وکړه وویل، د سترې محکمې د محترم رئيس او قاضي‌القضات صاحب په هدایت عالي شورا تصميم نیولی، چې هر کال د ولايتونو د مرافعه او اړوندو محاکمو له اجراآتو څخه څارنه او ارزونه وشي، دغه راز د ولايتونو له نورو مسئولينو سره ليدنې وشي او د محاکمو په اړه د دوی نظرونه، مشورې او شکايتونه واورېدل شي.
محترم شيخ صاحب زیاته کړه، د دې ليدنې موخه همدا ده، چې ستاسو خبرې واورو او که له محاکمو کوم شکایت لرئ، له یاد هيئت سره يې شريک کړئ، که د یاد هيئت صلاحیت و، همدا راغلی هيئت به يې حل کړي او که د عالي مقام رهبرۍ پورې اړوند وي، موږ به یې له هغوی سره شريک او د عالي مقام له‌خوا به یې په اړه لازم اجراآت وشي.
شيخ صاحب وویل، دا نظام، چې له کلونو راهیسې زموږ د اکابرو هیله او ارمان و، د ډېرو قربانیو په پایله کې حاکمیت ته رسېدلی؛ د دنيا په نظامونو کې مسئولیت امتیاز او استفاده يې ښه ګڼل کېږي، خو زموږ او ستاسو په اسلامي نظام کې دا مسئوليت دی، نو هېڅوک يې د زړه څخه غوښتونکي نه دي.
یاد هيئت د سفر په دوام د مرافعه، ښاري ابتدائیه او اړوند محاکمو له مسئولينو سره په یوه ناسته کې وکتل او د چارو د لا ښه‌والي، د خلکو ستونزو ته د غوره رسېدنې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پيل کې د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي رئيس خبرې وکړې وویل، په خپلو ورځنیو چارو کې باید له پوره اخلاص څخه کار واخلو، د محاکمو موضوعاتو ته په کم او عادي نظر ونه ګورو؛ ځکه چې خدای مه کړه د خلکو حقوق ضايع نشي، ستونزو ته يې رسېدنه وکړو، د یو کس په بندي کېدو او ازادېدو کې باید له ډېر دقت څخه کار واخلو، بندي ته د سزا ورکولو پر وخت باید له شخصي مزاج څخه کار وانخلو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځينه‌وو په موضوعاتو کې باید له ډېر حکمت څخه کار واخلو.
دغه راز د سترې محکمې قضائي مرستیال د محاکمو مسئولینو ته هر اړخیزه وینا وکړه وویل، خلک محاکمو ته له مجبوریت څخه راځي؛ ځکه موضوع يې په کلي، مسجد او بل ځای کې نه وي حل شوې، نو هغه کسان چې محاکمو ته مراجعه کوي ډېر مظلوم او ناچاره خلک دي، باید ډېر ښه سلوک ورسره وشي، د طرفينو خبره په دقت واورئ، د بندیانو په اړه باید پوره دقت وکړئ، د متهم اظهارات په دقت واورئ، دوسیو ته يې پر وخت رسېدنه وکړئ، د محاکمو اړوند قوانين مطالعه کړئ او په پوره اخلاص سره د مراجعينو چارو ته رسېدنه وکړئ.
یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۳۷
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) او د قضائي معاونيت مستشار محترم مفتي احمد سعید په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان، محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د یوه پلاوي په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی‌. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی