د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۲
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲/ ۱۴۴۷ھ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۶۹) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۳) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۷۷) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونیو کې (۹۸) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲/ ۱۴۴۷ھ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۵۷
Background image

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو او د شپږو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د وثایقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په يوه مياشت کې (۱۶۲۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲ /۱۴۴۷هـ ق) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۶۲۲) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛. . .

بیا په خبرونو کی