د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۸
د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۹ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۹ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۶۲) دوسیو ته رسېدنه کړې چې جزئیات یې په لاندې ډول دى:

د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۶۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فيصله شوې، (۲۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۴۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۶۸) دوسيې فیصله شوې، (۲۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۶) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فیصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۰۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې له (۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د هلمند ولايت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدېځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامي معاونیت قضائي غړي مولوي محمدهاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتیش غړي. . .

بیا په خبرونو کی