په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبیق شوه.
