د پکتیا ولایت قضائي او امنيتي مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
د پکتیا ولایت قضائي او امنيتي مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت امنیه قوماندان، د استخباراتو مرستيال، د زندانونو چارو رئیس، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو ترمنځ، په ۶/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د مرافعه محکمې د دعوت او ارشاد آمر مولوي احمد شاه (احمدي) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وویل، باید په ناحقه څوک متضرر نشي، په دوسیو کې دقت وشي، لومړی په یو کس باندې چې په کوم جرم نیول شوی هغه جرم ثابت شي، که یو کس  رښتیا مجرم ثابت شي؛ نو له ثبوت سره دې د یاد مجرم دوسیه جوړه او محکمې ته دې معرفي شي.
نوموړي زیاته کړه، د بندیانو موضوعات هم باید مقدم شي او په وخت باندې یې دوسیو ته رسېدنه وشي او د تېر په څېر هېڅ نظامي باید له محکمې پرته چاته سزا او تعزیر ورنکړي؛ ځکه یو چاته د سزا ورکولو صلاحیت محاکم لري، نه کوم بل ارګان.
د غونډې په دوام ګډونوالو هم خپل نظرونه وړاندې کړل او له محاکمو سره یې د همکارۍ په برخه کې ډاډ څرګند کړ.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محمد کریم (نسیمي) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۰۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۰۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۱۷۷) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۹ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۹ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۶۲) دوسیو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی