د پکتیا ولایت قضائي او امنيتي مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
د پکتیا ولایت قضائي او امنيتي مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت امنیه قوماندان، د استخباراتو مرستيال، د زندانونو چارو رئیس، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو ترمنځ، په ۶/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د مرافعه محکمې د دعوت او ارشاد آمر مولوي احمد شاه (احمدي) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وویل، باید په ناحقه څوک متضرر نشي، په دوسیو کې دقت وشي، لومړی په یو کس باندې چې په کوم جرم نیول شوی هغه جرم ثابت شي، که یو کس  رښتیا مجرم ثابت شي؛ نو له ثبوت سره دې د یاد مجرم دوسیه جوړه او محکمې ته دې معرفي شي.
نوموړي زیاته کړه، د بندیانو موضوعات هم باید مقدم شي او په وخت باندې یې دوسیو ته رسېدنه وشي او د تېر په څېر هېڅ نظامي باید له محکمې پرته چاته سزا او تعزیر ورنکړي؛ ځکه یو چاته د سزا ورکولو صلاحیت محاکم لري، نه کوم بل ارګان.
د غونډې په دوام ګډونوالو هم خپل نظرونه وړاندې کړل او له محاکمو سره یې د همکارۍ په برخه کې ډاډ څرګند کړ.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محمد کریم (نسیمي) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

جلسهٔ اداری تحت ریاست رئیس محکمهٔ مرافعهٔ ولايت کاپيسا دایر گردید

تحت ریاست مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ با اشتراک مولوی عبدالروف (سعادت) رئیس محکمه شهری، رؤسای دواوین محکمه مرافعه و شهری، رؤسای محاکم ابتدائیه ولسوالی ها،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۵
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو متهم در ولایت بامیان تطبیق شد

به اساس فیصلۀ دیوان جزا محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولایت بامیان بالای دو تن به اتهام سرقت؛ امروز پنجشنبه مؤرخ ۲۳ /۹ /۱۴۴۷ هـ ق حکم جزا تعزیری تطبیق شد.
دیوان جزا مجرمین را به یک - یک سال حبس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۵۴
Background image

حکم جزای تعزیری بالای شش مجرم و متهم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای شش تن به شمول يک زن به جرم فروش مشروبات الکولی و اتهام زنا، به تاريخ ۱۵ و ۲۲ ماه رمضان المبارک سال ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
م. . .

بازگشت به اخبار