په زابل ولایت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۳:۵۰
په زابل ولایت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه‌جوی ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ نن سه شنبه ۲۲/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.
د تعزیري سزا حکم د محاکمو او نورو امارتي ادارو د مسؤولينو او مراجعينو په شتون کې د یادې محکمې په انګړ کې پر مجرم تطبيق شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۲۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال د هلمند ولايت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدېځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامي معاونیت قضائي غړي مولوي محمدهاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتیش غړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۲۲
Background image

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د اداري چارو د لا ښه تنظیم او مؤثریت په موخه، د (۱۴۰۵) مالي کال لپاره د. . .

بیا په خبرونو کی