د بلخ، بدخشان او غور ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۳۶۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۷
د بلخ، بدخشان او غور ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۳۶۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، بدخشان او غور ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۷/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۳۶۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د بلخ، بدخشان او غور ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۶۵۸) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۳۸۰) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۶۵۲) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۵۲) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۵۷۴) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د بلخ، بدخشان او غور ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۷۰۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۹۷) دوسيې تطبيق شوې، (۷۲) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۴) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۵۰۱) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۷
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د رجب المرجب میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په جریان کې د (۷۳) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي دي.
په یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۲) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۲) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۲۲
Background image

په لغمان ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته چې پر لواطت او غلا متهم وو؛ نن سه شنبه (۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې شپږ. . .

بیا په خبرونو کی