د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات په شتون کې د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۶:۳۳
د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات په شتون کې د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړیتوب، نن چهارشنبې ۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
په دې موخه جوړې شوې غونډه کې د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب؛ د سترې محکمې جنوب غرب زون قضائي مرستيال شيخ نورالله (منیر) صاحب، د کندهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس شيخ محمد (محمدي)، د مرکزي دار الافتاء غړي شیخ عبدالخالق صاحب، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس مفتي حزب الله (ابراهيمي)، نورو مسؤولينو، قومي مشرانو او سپين ږیرو ګډون درلود.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول او دوی هم ومنله.
یاده موضوع کې چې څلور کسان په قتل رسېدلي وو؛ د دواړو طرفونو په خوښه او رضايت مصلحينو ته راجع شوه، د قاتل کورنۍ لخوا د مقتولینو وارثينو ته څه اندازه پیسې ورکړل شوې او موضوع يې د يوې غونډې په ترڅ کې حل او رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

په بلخ ولايت کې يوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت اړوند د بلخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او زنا په تور، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۱۰ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۸۵) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی