په فراه ولايت کې (۱۴) متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۴) کسانو ته د لواطت په تور؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې دغه پرېکړه د مرافعه محکمې او سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.
