د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۵۰
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۹۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۵) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۵) دوسیې فیصله شوې، (۵۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۰۰) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۴) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۱) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۹) دوسیې فیصله شوې، (۴۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۹۰) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی