د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس روزګان ولايت ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۱:۳۶
د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس روزګان ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم مولوي محمدګل (صياد)؛ په ۲٦/ ٦/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه روزګان ولايت ته سفر وکړ.
د کندهار زون نظامي محکمې رئيس په دغه سفر کې د یاد ولايت د نظامي محکمې له څانګې ليدنه وکړه او د يادې محکمې د چارو بهير او کاري پرمختګ يې له نږدې وکاته.
د ليدنې په دوام د کندهار زون نظامي محکمې رئيس د یاد ولايت له محترم والي، د استخباراتو رئيس، امنيه قوماندان او لېوا قوماندان سره وکتل، لیدنه کې د محاکمو د اصولو پر مراعات، د قضائي پرېکړو پر تطبيق، د امنيتي ارګانونو او محاکمو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر موضوعاتو باندې بحث وشو.
لیدنه کې یادو مسؤولينو ژمنه وکړه چې د قضائي پرېکړو د اجرا، د محاکمو د اصولو مرعاتولو، د امنيتي او قضائي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لپاره به لازم اقدامات ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی