د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په دوو اونیو کې (۱۰۷۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۱
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په دوو اونیو کې (۱۰۷۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ښاري  ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونیو کې (له  ۱ / ۶ / ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۶ / ۶ /۱۴۴۷هـ ق) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۰۷۵) دوسیو ته رسېدنه کړې ده چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

  1. د جزائي دوسیو په برخه کې:

د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونیو کې ( ۴۵۲) جزائي دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.

له دې جملې څخه (۳۶۸) دوسیې فیصله  شوې، د (۱۰۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴)  دوسيې  مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

  1. د حقوقي دوسیو په برخه کې:

د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونیو کې ( ۲۵۴) حقوقي او مدني دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.

له دې جملې څخه (۶۳) دوسیې فیصله شوې، د (۱۷۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۷) دوسيې  مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

  1. د تجارتې دوسیو په برخه کې:

د کابل ښاري ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونیو کې ( ۲۹۲) تجارتي دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجود وې.

له دې جملې څخه (۱۲۸) دوسیې فیصله شوې، د (۱۳۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

بیا په خبرونو کی