د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال او د وثایقو د ثبت آمرینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۵۵
د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال او د وثایقو د ثبت آمرینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په ۸مه نېټه، د کابل ولایت د وثایقو آمریتونو له آمرینو سره اداري غونډه وشوه.  
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو د هېوادوالو ستونزو د حل، د کارونو د چټکتیا او بهبود په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل. 
د غونډې په دوام له بحث وروسته د ستونزو حللارې په ګوته شوې او د مرافعه محکمې مرستيال لخوا د ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر ټینګښت ټینګار وشو او د خدماتو د کچې د لوړولو په موخه ورته مهمې سپارښتنې وشوې.  
غونډه د مرافعه محکمې مرستیال لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت لعل‌پورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د محترم رئیس د لارښوونې او د لعل‌پورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس، محترم مفتي شېربهادر (عادل)؛ د پرله‌پسې هلو ځلو او د قومي مشرانو، علماء کرامو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۱۴
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د دولت‌شاه او قرغه‌يي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام مياشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولايت د دولت‌شاه او قرغه‌يي ولسوالیو د ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه. . .

بیا په خبرونو کی