د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵۵
د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۴ / ۶ / ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې شاوخوا دوه کاله مخکې د قره باغ ولسوالۍ اړوند په لنګر کلي کې د خپل منځي جګړې له امله رامنځته شوې وه؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه او د محکمې له لوري د حکم څخه مخکې دواړه لوري سولې ته وهڅول شول او دوی هم قبوله کړه.
وروسته یاده موضوع د یوې غونډې په جریان کې چې د دواړو لوریو مشرانو او علماوو هم په کې ګډون درلود، د مقتول وارثينو قاتل ته بخښنه وکړه،  موضوع يې رسماً پای ته ورسېده او دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی