د بدخشان، غور او کاپیسا ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۳۴) عرضپاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بدخشان، غور او کاپیسا ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۴/۱ هـ ق څخه تر ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۱۵۳۴) عرضپاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛
چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د بدخشان، غور او کاپیسا ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۱۵۸) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۴۶۰) عرضپاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۳۵۱) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۷) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې او (۳۱۰) عرضپاڼې حفظ شوې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د بدخشان، غور او کاپیسا ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۳۷۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۰۸) دوسيې تطبيق شوې، (۲۷) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۰) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې او (۲۳۱) دوسيې حفظ شوې دي.
