د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۲
د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي: 
۱ـ د مراجعينو (۳۳۳۰) عريضې یاد ریاست ته راغلې؛ د عالي مقام څخه له هدایت وروسته بېرته خپلو صاحبانو ته سپارل شوې دي.
۲ـ (۹۸) فرمانونه، حکمونو او مصوبات چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی)، د ریاست الوزراء عالي مقام او د اسلامي امارت د مقام د دفتر له لوري صادر شوي، د سترې محکمې عالي مقام تر هدایت وروسته اړونده مراجعو ته د وروستیو اجراآتو په موخه لېږل شوي دي.
۳ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو اړونده ادارو څخه (۱۸۵۶) مکتوبونه او وړانديزونه د سترې محکمې په عنوان راغلې؛ چې د سترې محکمې عالي مقام تر لارښوونې وروسته اړونده مراجعو ته د وروستیو کړنو په موخه لېږل شوي.
۴ـ د سترې محکمې (۵) وړانديزونه، د ریاست الوزراء عالي مقام ته د منظورۍ په موخه لېږل شوي دي.
۵ـ د ریاست‌الوزراء عالي مقام، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوي ریاست، وزارتونو، سازمانونو، شرکتونو، امارتي او غیر امارتي بانکونو او د سترې محکمې مرکزي ریاستونو له خوا (۷۸۳) مکتوبونه، د استهداء څانګې دوسیې، د تجدید نظر غوښتنې، د صلاحیت تفویض، د محکمې د تبدیلۍ او د ملک د بېلابېلو محاکمو د هدایت غوښتنې اړونده اسناد ترلاسه شوي او د عالي مقام د هدایت له مخې اړوندو ادارو ته د اجراآتو لپاره سپارل شوي دي.
۶ـ د مخابراتو وزارت څخه (۱۰۹۶) مکتوبونه راغلي او اړونده برخو ته توزېع شوي دي.
۷ـ د ملک د ټولو ولایتونو له مرافعه محاکمو څخه (۹۱) مکتوبونه د سترې محکمې د مخزن عمومي مدیریت ته راغلي، چې له جملې يې (۸۶) مکتوبونه د قبالو او وثایقو د معلوماتو په اړه وه، چې اړوندو مراجعو ته په خپل وخت معلومات ورکړل شوي، (۵) مکتوبونه چې ورسره  (۴۲) جلده کتابونه د ۱۴۰۰هـ ش کال څخه تر ۱۴۰۵هـ ش د وثایقو کلني راپورونه شامل وو، د حفظ لپاره مخزن ته تسلیم او ځای پر ځای شوي او (۱۴) بوجۍ د اداري معاونیت د ۱۴۴۳هـ ق څخه تر ۱۴۴۵هـ ق کال پورې سوابق د حفظ لپاره را لېږلي او حفظ شوي دي.
۸ـ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د سترې محکمې د مرکزي ارشیف څانګې ته (۱۳۱۱۲) قطعې مکتوبونه صادر او وارد شوي دي.
۹ـ د وزاراتو ، امارتي ادارو ، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو اونورو اړونده ادارو څخه (۶۲۷) رسمي لیکونه د سترې محکمې په عنوان راغلي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی