د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۶۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۵:۸
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۶۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۸۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۹/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۱ /۱۲ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۶۶۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۸۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۳۳) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۲۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۹) دوسیې فیصله شوې، (۵۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۹۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۹) دوسیې فیصله شوې، (۳۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۸۰) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۲:۱۶
Background image

د پکتيکا ولايت نظامي محکمې رئیس د یاد ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د نظامي محکمې د پکتيکا ولايت څانګې رئیس محترم مولوي عبدالمنان (محق) په ۲۴/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دغه ولایت برمل ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له قومي مشرانو او نظامي مسؤولينو سره ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون، امنیتي حوزو او حقوقو آمرينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د څلورم زون رئیس الحاج مولوي روح الله (حبیبي) په مشرۍ؛ د یاد زون اړوند دېوانونو رئیسانو، د یاد زون اړوند امنیتي حوزو آمرینو، د جنائي پېښو پر وړاندې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

په خوست ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت تڼیو او صبریو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې اوو کسانو ته د لواطت، قتل او غلا په تور او مجروحيت په جرم؛ په ۳/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی