په خوست ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۶
په خوست ولايت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت تڼیو او صبریو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې اوو کسانو ته د لواطت، قتل او غلا په تور او مجروحيت په جرم؛ په ۳/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محاکمو یاد متهمين او مجرم له درېيو میاشتو تر لس کالو پر تنفيذي بند او له ۳۵ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یادې پرېکړې د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوې. 
د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مفتي امین الله (منیب)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان مفتي اسدالله (حيدري)، د تحریراتو آمر مولوي عیدمحمد (حميدي)، عامو هېوادوالو او مسؤولینو ګډون درلود. 
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د تعزیراتو او حدودو پر ارزښت تفصیلي وینا وکړه وویل، دا څو کاله جهادي مبارزه قربانۍ او تکالیف په همدې خاطر وو چې اسلامي شریعت حاکم شي، د ځمکې پر مخ الهي قانون پلی شي، ځکه چې اسلامي شریعت د عقل، مال، نفس او نسب په ساتنه ټینګار کوي او د یادو شیانو تحفظ په حدودو او تعزیراتو کېږي.
دغه راز د عامه امنيت دېوان مفتي هم د تعزیراتو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.
غونډه د تڼیو ولسوالۍ د مسجد امام لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۴۸
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستيال د نیمروز ولایت له محاکمو څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب؛ د نظامي معاونیت د قضائي غړي مولوي محمد هاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتيش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱- د ریاست له‌خوا د مجاهدینو د اړتیاوو د پوره کېدو او د چارو د لا ښه تنظیم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۰۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې له (۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

بیا په خبرونو کی