د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره څلور ورځنی روزنيز سيمينار جوړ شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۴:۳۸
د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره څلور ورځنی روزنيز سيمينار جوړ شو

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست، د سترې محکمې محترم عالي مقام د هدایت په اساس، د روزنیزو سیمینارونو په دوام؛ د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه څلور ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
په یاد سیمينار کې چې د ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل شو، د مسلکي استادانو لخوا د سترې محکمې مرکزي ریاستونو د درېیم، څلورم، پنځم او شپږمو بستونو (۲۹) کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو، پلان جوړونې اساساتو، اجراآتو د ارزونې، اړيکو او راپور لیکنې په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د دغه روزنیز سیمینار د اختتام په مراسمو کې د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس محترم حافظ نصیر احمد (صیاد) ګډون درلود.
په دې غونډه کې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس د سیمینار ګډونوالو ته په وینا کې د دوی فعال ګډون وستایه وویل، د ادارو مامورین باید خپلې ورځنۍ چارې په پوره دقت او سرعت ترسره کړي.
موږ باید اسلامي نظام کې دنده په اخلاص، امانتدارۍ او بشپړ صداقت ترسره کړو، د جعل او تزویر پر وړاندې جدي مبارزه وکړو، د ځانونو له اصلاح وروسته د ماتحت کارکوونکو د اصلاح وسیله جوړ شو.
د غونډې په پای کې د سیمینار د لا ښه‌والي او اغېزمنتیا په موخه د ګډونوالو رغنده نظریات او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د یادونې وړ ده چې د روزنیزو سیمینارونو د اصولو سره سم، د پورته ذکر شوي سیمینار ټول ګډونوال د سیمینار په پیل او پای کې وارزول شول، ترڅو د سیمینار پایله ښکاره شي چې له نېکه‌مرغه ترسره شوي سیمینار مثبته پایله درلوده.
یاد روزنیز سیمینار په اختتامیه دعاء پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۲۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د شکردرې، ګلدرې، میربچه کوټ او کلکان ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس مولوي سیف الله (آغا) او د استخدام او سوانحو رئیس مفتي عبدالوارث (سعید) په ملتیا، د يکشنبې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو د رئیسانو او د یاد ولایت د (۱۵) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د رئیسانو. . .

بیا په خبرونو کی