د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پروان ولایت ته د سفر پر مهال د (۵) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۸
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس پروان ولایت ته د سفر پر مهال د (۵) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې د یاد دېوان مفتي صاحبانو (مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۸مه نېټه د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه سفر پر مهال د پروان مرافعه محکمې له رئیس او اړوند نورو محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د (۵) جزائي دوسیو په تړاو د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه تفصیلي خبرې وشوې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د یادو دوسیو اړوند جانبینو سره په جلا جلا ډول وکتل او له دوی یې د اړوند مواردو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر پر مهال د پروان ولایت د محاکمو قضائي مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو دوسیې د شرعي احکامو په رڼا کې په ټاکلي وخت حل او فصل کړي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه د هېواد ډېری ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست یوه شپږ کسیز پلاوي د جنوب او مرکزي زونونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

 د سترې محکمې أمنیتي او أجرائيوي چارو ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول، دعوت او ارشاد عمومي مدیریتونو ګډ شپږ کسیز پلاوي د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري) په مشرۍ د روان۱۴۴۶. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د غور او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۳۸۳) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د غور او پنجشېر ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۸۳) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۵۶۵) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۵۶۵) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

بیا په خبرونو کی