د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۲۴۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۱
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۲۴۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۴۷) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونيو کې (۱۳۳) نکاح خطونه، (۱۶) زوجيت خطونه او (۵۲) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
 د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۰۱) نکاح خطونه، (۱۱) زوجیت خطونه او (۹۸) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونيو کې (۶۴) نکاح خطونه، (۳) قبالې، (۹) زوجيت خطونه او (۴۴) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۴۱) نکاح خطونه، (۹) قبالې، (۷) زوجیت خطونه او (۳۵) نورې بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونيو کې (۲۲۶) نکاح خطونه، (۹) قبالې، (۲۷) زوجیت خطونه او (۸۶) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونيو کې (۱۱۷) نکاح خطونه، (۴) قبالې، (۱۷) زوجيت خطونه او (۳۸) نورې بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۸
Background image

د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي‌القضات په هدایت  له زندانونو څخه (٧٥٢١) بندیان خوشي یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې عالي مقام په هدایت د ملک له زندانونو څخه د یوه مؤظف پلاوي تر لیدنو او نظارت وروسته، (٣٢٠٤) مستحقو زندانیانو ته عفوه وشوه او (٤٣١٧) نورو ته چې د تخفیف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۸۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اوومې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اوومې دورې افتتاحیه ناسته، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی. . .

بیا په خبرونو کی