د محاکمو د مراجعینو لپاره عامه پوهاوی

m_admin
د محاکمو د مراجعینو لپاره عامه پوهاوی

بسم الله الرحمن الرحیم
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ‌لَعَنَ ‌اللهُ ‌الرَّاشِيَ، ‌وَالْمُرْتَشِيَ، ‌وَالرَّائِشَ، وَهُوَ الَّذِي يَمْشِي بَيْنَهُمَا. [مسند احمد]
ژباړه: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: الله تعالی په رشوت اخيستونکي، رشوت ورکوونکي او هغه چا لعنت ويلی چې د دوی ترمینځ منځګړيتوب کوي.
قدرمنو مراجعینو! تاسو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان اسلامي امارت محاکم د هېوادوالو اقتصادي وضعیت او خپل شرعي مکلفیت ته په کتو خپل ټول خدمات که هغه د دوسیو حل او فصل برخه کې دي یا د وثایقو د اجرا برخه کې په وړیا ډول ترسره کوي او په دې برخه کې له هېڅ مراجعه کوونکي څخه د محکمې لخوا پيسې نه اخيستل کيږي، له دې سره سره بيا هم ځينې فرېبکاران او مفسدين د عامو هېوادوالو له ناخبرۍ څخه په ګټه اخيستنې سره د محکمې په نوم پيسې اخلي چې ځيني يې د سترې محکمې لخوا نیول شوي؛ بناءً ټولو مراجعینو ته دغه خبر یو ځل بیا رسوو چې هېڅ کمېشنکار یا بل کس ته دې د خپلو دوسیو د حل او فصل، نوبت یا وثایقو د اجرا په موخه پیسې نه ورکوي؛ د مشکل په صورت کې د محاکمو مراجعین (مدعي، مدعي علیه او شرعي وکیل) کولای شي خپله ستونزه د عریضې په ډول د سترې محکمې د عالي مقام دوولسم (۱۲) نمبر غرفې سره شریکه کړي، له عریضې سره دې خپل اسناد او شواهد هم ضمیمه کړي، ستره محکمه به یې موضوع دقیقه وڅېړي او په اړه به یې د شرعي اصولو مطابق اجراآت وکړي.
البته که کوم کس چاته د محکمې په نوم پیسې ورکړي؛ نو د اسلامي امارت محاکم به [پیسه ورکوونکی، پیسه اخیستونکی او د دوی ترمنځ منځګړی] د شرعي اصولو په رڼا کې مجازات کړي.
د هېواد د سترې محکمې او اړوند محاکمو د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د ډېرو معلوماتو او اطلاعاتو ترلاسه کولو په موخه د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست د ټولنیزو رسنیو او چاپي خپرونو لاندې ادرسونه تعقیب کړئ.

خبرتیاوي

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۳۵
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (جاوید ولد خواص خان) و (فرهاد ولد محمد یوسف)

دوسیۀ نسبتی (جاوید ولد خواص خان) و (فرهاد ولد محمد یوسف)، که از سوی جزء ج دیوان تجارتی محکمه شهری ولایت ننگرهار فیصله و غرض تطبیق به آمریت حقوق این ولایت راجع شده بود.
آمریت حقوق ولایت ننگرهار، به . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د تخار، دایکنډي او بدخشان ولایتونو د نظامي محاکمو لپاره درې عراده (فلډر او هایلکس) . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال لپاره له «میلاد نور  لوژستیکي شرکت» سره چې د جواز شمېره یې ( . . .

Back to announcements