د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو د پکتيکا ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه
د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست قضائي مفتشينو مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي رحمان الدین (حقاني) او مولوي بخت الله (مدني) د خپل کلني پلان له مخې په ۹ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه پکتیکا ولایت ته د عادي پلټنې په موخه سفر وکړ.
په دې سفر کې ياد پلاوي د محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو د څېړلو، د بنديانو د احوال معلومولو په موخه د یاد ولایت له مرافعه، نظامي، اختصاصي، ښاري او د (۲۴) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې ياد پلاوي د مرکزي زندان له بندیانو سره وکتل، د هغوی د موضوعاتو پلټنه يې وکړه او د هغوی غوښتنې يې له ارزولو وروسته له اړوند محاکمو سره شریکې کړې.
دغه راز قضائي پلاوي د محاکمو کلني اجراآت، اداري کتابونه، د صادره فیصلو نمونې په دقت وکتلې، د هغوی مثبت جهتونه یې وستایل او د منفي اړخونو په اړه يې ورسره لازمې لارښوونې شریکې کړې.
د ليدنې په پای کې یاد پلاوي د مرافعه محکمې له رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) سره معلوماتي او مشورتي مجلس ترسره کړ او د ولایت د محاکمو پر لا پیاوړتیا ګټورې خبرې وشوې.
د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو ياد سفر د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الآخره مياشتې په ۲۴مه نېټه پای ته ورسېد.