د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضی‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه ۱۰۳ مجاهدین فارغ شول

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۲۸
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضی‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه ۱۰۳ مجاهدین فارغ شول

 د سترې محکمې اړوند د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضی‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه درېیمه دوره کې په ۱۶/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه (۱۰۳) تنه مجاهدین فارغ شول.
د یادو مجاهدینو د فراغت په پار جوړه شوې غونډه چې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان محترم حافظ حکمت الله (ذهین)، د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان محترم مولوي عبدالله (عزام)، اداري او تامیناتي مرستيال محترم قاري فرید احمد (همت) او د ځینو  نورو امارتي ادارو مسؤولینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر مولوي خان محمد (مستغفر) د امارتي ادارو مسؤولینو ته ښه راغلاست ووایه او د عقیدوي، مسلکي او جګړییزو زده کړو څخه فارغو مجاهدینو ته یې مبارکي ورکړه وویل، ټول مسؤول مجاهدین او منسوبین مکلف دي چې د اسلامي نظام ساتلو لپاره له هر ډول امکاناتو ګټه واخلي او په دغه لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو شي. 
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ د دعوت او ارشاد آمر  مولوي عصمت الله وینا وکړه وویل، د شکر ځای دی چې الله تعالی داسې سپېڅلی اسلامي نظام را په برخه کړی چې د ټولو انسانانو حقوق په کې خوندي او تأمین دي.
نوموړي زیاته کړه، اعداد او تدریب مو د اسلامي نظام د استحکام سبب کېږي او په الهي آزموینه کې مو تر کامیابۍ رسوي.
غونډه فارغو مجاهدینو ته تر تصدیق پاڼو او ډالیو ورکولو وروسته په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی