د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضیالله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه ۱۰۳ مجاهدین فارغ شول
د سترې محکمې اړوند د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضیالله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه درېیمه دوره کې په ۱۶/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه (۱۰۳) تنه مجاهدین فارغ شول.
د یادو مجاهدینو د فراغت په پار جوړه شوې غونډه چې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان محترم حافظ حکمت الله (ذهین)، د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان محترم مولوي عبدالله (عزام)، اداري او تامیناتي مرستيال محترم قاري فرید احمد (همت) او د ځینو نورو امارتي ادارو مسؤولینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر مولوي خان محمد (مستغفر) د امارتي ادارو مسؤولینو ته ښه راغلاست ووایه او د عقیدوي، مسلکي او جګړییزو زده کړو څخه فارغو مجاهدینو ته یې مبارکي ورکړه وویل، ټول مسؤول مجاهدین او منسوبین مکلف دي چې د اسلامي نظام ساتلو لپاره له هر ډول امکاناتو ګټه واخلي او په دغه لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو شي.
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ د دعوت او ارشاد آمر مولوي عصمت الله وینا وکړه وویل، د شکر ځای دی چې الله تعالی داسې سپېڅلی اسلامي نظام را په برخه کړی چې د ټولو انسانانو حقوق په کې خوندي او تأمین دي.
نوموړي زیاته کړه، اعداد او تدریب مو د اسلامي نظام د استحکام سبب کېږي او په الهي آزموینه کې مو تر کامیابۍ رسوي.
غونډه فارغو مجاهدینو ته تر تصدیق پاڼو او ډالیو ورکولو وروسته په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.