په پکتيکا ولايت کې درېيو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې درېيو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ نن دوشنبې ورځ ۱۶ /۵ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر ۱۵ـ ۱۵ کاله تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مهمينو تطبيق شوه.