د فراه ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۲:۶
د فراه ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د فراه ولايت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د علماء کرامو او سپين ږېرو په منځګړيتوب په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د عمدي قتل له امله رامنځته شوې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
فراه ولايت کې د عمدي قتل يوه پېښه رامنځته شوې وه، وروسته ياده موضوع د ښاري ابتدائيه محکمې لخوا وڅېړل شوه، یادې محکمې د مدعیان علیهما له ډلې یو تن پر قصاص او یوه ښځه پر شل کاله تنفيذي بند محکومه کړه او یاده پرېکړه د مرافعه محکمې لخوا هم تائيد شوه.
وروسته د مرافعه محکمې د جزا دېوان قضائي پلاوي له لوري د یادې قضیې جانبين سولې ته ترغيب شول، دوی هم سولې ته لېوالتيا وښوده او مدعيان عليهما لخوا هر مدعي ته دیت ورکړل شو.
ياده سوله د مرافعه محکمې لخوا تائيد او موضوع رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی