د ننګرهار مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۵
د ننګرهار مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه


په ۱۵ / ۵ / ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم مولوي عبدالعزیز (ميوندي) په مشرۍ، د قضائيه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مولوي رحیم الله (منیب)، د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) په ګډون د ننګرهار د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو له قضاتو، مفتيانو، محررينو او اداري کارکوونکو سره د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس محترم مفتي برهان عالمانه وینا وکړه، د سترې محکمې عالي مقام د دعوت او ارشاد ریاست د تدریس لپاره مختصر کتاب په اړه يې وضاحت ورکړ، خپله تدريسي برنامه يې له ګډونوالو سره شریکه کړه او په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د غونډې په دوام د ننګرهار د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) د سترې محکمې د دعوت ارشاد د محترم رئيس راتګ ننګرهار ولایت ته اړین وباله، د ياد پلاوي راوړل شوې برنامه يې نېک اقدام ياد کړ او د ننګرهار مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو په استازيتوب يې د دعوت او ارشاد له پلاوي څخه مننه وکړه.
 ياده غونډه د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

بیا په خبرونو کی